د سپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه

Image may contain: 6 people, people smiling, people sitting and indoor

د ليان اميري بنسټ د هرات پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې په مرسته د پوهنيار عصمت‌الله مياخېل د ليکل شوي کتاب “ګړدود پوهنه” د مخکتنې غونډه وکړه.
د دوشنبې په ورځ چې د ۱۳۹۷ لمريز کال د زمري د مياشتې له ۲۲ نېټې سره سمون لري د هرات پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنيار عصمت‌الله مياخېل د چاپ شوي کتاب “ګړدود پوهنه” د مخکتنې غونډه تر سره شوه. په ياده غونډه کې د هرات پوهنتون مشرتابه، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي رييس دوکتور احمدغنی خسروي، د معارف رياست کارکوونکو، د بېلا بېلو پوهنځيو رييسانو او استادانو، د هرات د بېلا بېلو رياستونو کارکوونکو، د ښوونځيو ښوونکو، د تربيه معلم استادانو او د ليان اميري بنسټ دمشرتابه هيأت په ګډون ګڼو مينه والو، مدني فعالانو، رسنيو او محصلانو ګډون کړی وو.
غونډه په ۰۹:۳۰ بجو د قرآن‌کريم په څو آيتونو پيل شوه. وروسته له ملي سرود څخه د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي رييس دوکتور خسروي د چاپ شوي کتاب “ګړدود پوهنه” په اړه خپل هر اړخيز نظر څرګند کړ. ښاغلي خسروي د نوموړي کتاب چاپېدل يوه اړتيا وبلله او کتاب يې خورا ارزښتمن وګاڼه. نوموړي ښاغلي استاد مياخېل ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ د لابر ياوو غوښتنه وکړه او د ليان اميري بنسټ څخه ددغه کتاب د چاپ په اړه منندوی شو. وروسته د ليان اميري بنسټ (چې د کتاب د چاپ لګښت يې پر غاړه اخيستی) مشر ښاغلی انجینیر سید اسماعیل امیری خپلې ويناوې وکړې او زياته‌يې کړه چې: د ليان اميري بنسټ چمتو دی تر څو د نورو ليکوالو ارزښتمن کتابونه هم چاپ کړي. په دې پسې د محصلينو د فرهنګي شورا له خوا د استاد مياخېل لنډه پېژندنه د ويډيو کليپ په وسيله نندارې ته وړاندې شوه. 

No automatic alt text available.
وروسته د تاليف شوي اثر “ګړدود پوهنه” په اړه بېلابېلو استادانو او د نظر خاوندانو خپل کره کتنيز نظرونه وړاندې کړل او په ټوله کې يې نوموړی کتاب يوه اړتيا او ارزښتمن اثر وباله. په دې پسې د کتاب ليکوال پوهنيار عصمت‌الله مياخېل راوغوښتل شو. نوموړي د کتاب د محتوا او جوړښت په اړه څرګندونې وکړې: ده زياته کړه چې د ياد کتاب په ليکلو يې شاوخوا دوه دونيم کاله زيار ګاللی. د کتاب د درسي موادو په اړه يې زياته کړه چې: په دغه کتاب کې د ژبې او لهجې په اړه عمومي معلومات، د لهجو د ډلبندۍ په ځانګړي ډول د پښتو لهجو د ډلبندۍ په اړه څرګندونې، د لهجو د رامنځته کېدلو لاملونه (داخلي او بهرني) ، د لهجو په اړه د داخلي او بهرنيو پوهانو نظرونه، د افغانستان د ژبو او لهجو په اړه معلومات، د ژبې په بډاينه کې د لهجو ارزښت، د لهجو او ژبې د ژوندي پاتې کېدو او مرګ لاملونه او په ژبه کې د بدلونونو په اړه معلومات شته دي. نوموړی کتاب د لوړو زده کړو وزارت له تحصيلي نصاب سره سم د مشرانو استادانو په مشورې ليکل شوی دی.
د استاد مياخېل په ويناله دغه کتاب به د ژبې او ادب ټول مينه والو په ځانګړي ډول د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو ته ارزښتمن و اوسي. دغه کتاب نه يوازې د پښتنو محصلانو بلکې د ادبياتو د نورو ژبو محصلانو له پاره هم ماخذ کېدای شي. نوموړی کتاب د هېواد بېلا بېلو ولايتونو لکه بلخ، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورو ته لېږل کيږي او هلته هم ګران لوستونکي ترې برخمن کېدای شي. په دغه کتاب کې د تحصيلي نصاب ټول هغه مواد را ټول شوي چې د ټول افغانستان په پوهنتونونو کې ترې ګټه اخيستله کيږي. په پای کې استاد مياخېل د ليان اميري بنسټ او ګډونوالو استادانو او محصلانو څخه مننه وکړه. د غونډې په وروستيو کې محصلانو د استاد مياخېل انځور، چې په لاس يې ورته جوړ کړی و، درانه استاد ته ډالۍ کړ. غونډه شاوخوا په يوولسو بجو د کتاب د مخکتنې په ځانګړو مراسمو او دعا په ويلو پای ته ورسېده.

استاد مياخېل څوک دی؟ 
عصمت الله د عتيق الله زوی دی. په ۱۳۶۵ لمريز کال د غبرګولي (جوزا) مياشتې په ۲۲ د کوزې پښتونخوا (پېښور ناصرباغ) سيمه کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په داوود منځني ښوونځي او بيا سکنډري ښوونځي کې تر سره کړې. لسم او يوولسم ټولګی يې په احداد لېسه کې ولوسته او بيا ننګرهار ته راغی او د ولسم ټولګي يې دلته په ننګرهار عالي لېسه کې ولوست. په ۱۳۸۳ کال له نوموړې لېسې فارغ شو او د کانکور ازموينې له لارې يې پر ۱۳۸۵ کال د ننګرها پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي ته لاره پيدا کړه. دلته يې پښتو څانګه غوره کړه او پر ۱۳۸۹ کال ترې فارغ شوی دی. نوموړي په همدغه کال په هرات پوهنتون کې د استاد په توګه دنده واخيسته. د ۱۳۹۲ کال په وروستيو کې د ماسټرۍ زده کړو له پاره په کور دننه ننګرهار پوهنتون ته ولاړ او په ۱۳۹۵ کال کې يې د ماسټري دوره هم پای ته ورسوله.

درباره admin

مطلب پیشنهادی

تاجران ملی افغانستان

نگاهی به سرگذشت محمد امین خان به قلم مبین مقدمه وقتی به تاریخ تجارت افغانستان …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *