په هرات کې دبهزاد انځور خونې ته یوه لنډه کتنه
د بهزاد انځورخونه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ثبت شوی آثارو په لړلیک کې شتون لري ، په ۱۳۱۶ هجری لمریز کال د هرات د هغه مهال والي ارواښاد غلام فاروق خان عثماني د واکمنۍ په پېر کې په اوسپنیزه توګه د یوه زره مربع متره ځمکه په ارتوالی سره جوړه شوه .
د بهزاد د انځورخونې سالون د هرات ښار په مرکزي برخه کې د خواجه علي موفق واټ په شمال او د سیدجمال الدین افغان او معارف د څلور لارو په منځ کې موقعیت لري .
لومړی دغه ودانۍ د ولسي غونډو د جوړولو په موخه جوړه شوه ، خو ډېر ژر یې په هرات کې د حکومت دارۍ په مرکزي ټکۍ بدله شوه او اته کاله وروسته په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال د عبدالله خان ملکیار د واکمنۍ په دوره کې د دغه ودانۍ په سویلي برخه کې دوه نورې ایرب ډوله وداني په دریو پوړونوکې یو بل ته په ورته والی سره د هغه وخت د تر ټولو ښه معمارۍ په بڼه جوړه شوه دغه نوی ، پرتمینه او یو بل ته څېرمه وداني د بهزاد انځورخونه د یوه ځلانده غمۍ په څېرخپلې غيږې ته نیولي دي .
د بهزاد د انځورخونې د عمر څخه د نیمایي پیړۍ په تېرېدو سره د ارواښاد خالقیار د هرات د هغه وخت والي او د هغه وخت د تنمظیمیې رئیس په همت سره د دغه ودانۍ اوسپنیز چت لېرې او د هغه وخت تکړه انځورګرانوته بلنه ورکړل شوه چې پرځای يې د هرات له پخوانیو خښتوڅخه پوښښ او له ښایسته موزایکو څخه د دغه وداني سطحه جوړه کړي .
د هېواد تکړه او نامتو انځورګر او مینیاټوریسټ ارواښاد استاد محمد سعید مشعل له دغې طرحې په هرکلی سره د دغه ودانۍ په انځورګري پیل او دکمال الدین بهزاد د هنرونو یاد یو ځل بیا را ژوندی کړه او دغه خونه یې د ښایسته انځورونو په کښلو سره ددې ښار د فرهنګي او هنري مرکزپه توګه بدله کړه او له هغه وخت نه وروسته دغه خونه د هرات خونې په نوم ونومول شوه .
استاد مشعل له خپلو زده کوونکو سره د بهزاد د هنري سبک پر بنسټ د سالون په د ننه د هرې ستنې لاندنۍ برخه یې د کوزې په شان جوړ کړ چې د ستنې پاسنۍ برخه له دغو کوزه ډولو بنسټونوله منځه پورته شوي دي .
دغه کوزې له ټولو ستنو ، دېوالونو او د سالون چتونه په ښکلو انځورونو سره انځوریز شوی او ډېری څنډې يې د سرو زرو په اوبو کې زرین شوي دي اوپه سالون کې د هنري کارونو په بشپړ ېدو سره دنګارستان بهزاد ( د بهزاد انځورخونه ) نوم ورباندې کېښودل شوه .
دغه انځورخونه چې دخطاطۍ او مینیاټوریو ترڅنګ د دې خاورې د نامتو ادبي او فرهنګي ستورو په ښکلو انځورونو سره هم انځورل شوي دي د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې ډېر سخت زیانمن شوي وه خو په ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د قانوني حکومت د رامنځته کېدو نه وروسته د امیر محمد اسماعیل خان (د هرات د هغه وخت والي ) له خوا بیا ورغول شو.
بیا په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ډاکټر داوودشاه صبا چې د هرات د والي په توګه دنده تر سره کوله ددې انځور خونې د لا رغولو او ترمیمولو په خاطر لاس پورې کړ او ددې سالون ډېرې برخې او اړوندې خونې یې د ریفرنس حکومتداري په کتابتون کې د استاد محمد علي هروي تر نامه لاندې بدل کړه او ددې ترڅنګ د عبدالله خان ملکیار د سالون چت د فرهنګي اصالت د موندنې لپاره په اصلي بڼه د خښتي برجونو په جوړولو سره ورغول شو او د سالون سطحه د هرات له مرمري ډبرو څخه جوړ او شا و خوا دېوالونه یې له ښکلو لرګېو څخه جوړشو.
هغه ښکلي انځورونه چې د بهزاد د انځورخونې سالون په شاوخوا کې شته عبارت دي له : خواجه عبدالله انصاري ، مولانا عبدالرحمن جامي ،امام فخر رازي ، امیر علي شیر نوایي ،محمدعلي عطار هروي ، استاد محمد سعید مشعل او محمد اسماعیل هروي چې په اسماعیل سیاه مشهور و.
له بلې خوا د استاد محمد سعید مشعل دغه بیت چې وایي :
اگر از دهر ناشادم ولی زین ره بسی شادم
که من مصروف احیای نگارستان بهزادم
د استاد مشعل له هغو هڅو او زیارونو یې څرګندویي کوي چې د بهزاد د هنري مکتب د بیا رغولو په لاره کې ګاللي دي . د دې خونې د ننوتلو له دروازې څخه تر ټولو بهرنیو برخو پورې له اوو رنګو کاشیو
او له ښکلو خښتو څخه کار اخیستل شوي دي . همدارنګه ددې خونې په د ننه کې دوو لس پایې یا ستنې چې د الله ج د مبارکو نومونو سره مزین شوي دي یوه ځانګړه ښکلا ور بښلې ده .
د انځورخونې د دروازو په سر کې ښکلې ګچکارۍ په ډېره ظرافت سره د هفت قلم د ډبرې په ډول د ښامارخولې،نیم ښامار،بادامچې ، ډول ډول ګل او ګلپاڼې او داسې نور هنري ښایستونه ددې پرتمینې انځورخونې د لا ښکلا او پایښت لامل ګرځېدلې ده .
د یادولو وړ دی چې له څو کلونو را په دېخوا په پام کې ده چې د ولایت مقام اداري دفترونه له دې ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي او له دې سالون څخه د موزیم په توګه او له شاوخوا خونې یې د هنري ګالریو په ډول ګټه پورته شي .
ژباړه : شاه مقصود محمودي